کاپیسا کې یو کس د وژنې په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو تن د وژنې په تړاو نیولی دی.
نیول شوي کس څه موده دمخه د کاپیسا ولایت یو مېشتی وژلی او بیا له سیمې په تېښته بریالی شوی و، چې بلاخره تېره ورځ د کاپیسا ولایت د مرکز له اړوند سیمو د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.