د کورنیو چارو وزارت سرپرست د کابل ښار له ختیځې دروازې لیدنه وکړه.
نن د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د کابل ښار د څرخي پله په تنګي سیمه کې له ختیځې دروازې لیدنه وکړه.
په یاده لیدنه کې چې مل پاسوال خوشحال سعادت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین یې هم ملګرتیا کوله، د کابل ښار د امنیتي پلان د څرنګوالي، ارزونې او د امنیتي تخنیکي وسایلو په اړه یې د کابل په دروازو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د کابل ښار امنیتي ټیم په ګډه د یاد ښار د امنیتي پلان د پلې کولو لپاره کار کوي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست په یاده دروازه کې له تخنیکي وسایلو او د چاودېدونکو توکو او مهماتو د کشف لپاره ترې استفاده کېږي؛ لیدنه وکړه او پر مسوولینو یې له یادو وسایلو د موثرې استفادې په موخه ټینګار وکړ.
د دې ترڅنګ؛ ښاغلي اندرابي د کابل ښار د امنیتي پلان د تطبیق په برخه کې د ګډ امنیتي ټیم له هڅو مننه او قدرداني وکړه.