کابل کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول.
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په دویمې، څلورمې، یوولسمې او دولسمې ناحیو او د بګرامیو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د پلورونکو په وړاندې یو لړ ځانګړي ګډ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو پرمهال د نشه يي توکو نهه پلورونکي له پېژندنې وروسته ونیول شول.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله، نقدې پيسې او نږدې ۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې شیشه، تریاک، چرس او یو شمېر نشه کوونکي تابلېتونه پکې شامل وو، د پولیسو لاسته ورغلي دي.