وردګو کې ۶۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۷:۴۰
11

تېره شپه د میدان وردګو ولایت د جلرېز، نرخ، مرکز میدان ښار او دایمیرداد ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د قاري سیدآغا، قومندان ارسلا، ملا فیض، قاري خالد، ملا عابد او حمید الله په ګډون ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او د نرخ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال امین الله په ګډون ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې قاري سیدآغا د ترهګرو طالبانو له هغه خطرناکو وسله والو څخه و، چې د میدان وردګو سربېره یې په کابل ښار کې یې هم ترهګریز بریدونه طرح کول، چې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.