غور کې څلور تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۰:۳
a

د غور ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د وسله والو غلاو په تړاو د فېروزکوه ښار د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال ونیول شول، چې د یوه غور مېشتي موټرسایکل او یو شمېر پیسې یې غلا کړې، چې د پولیسو له خوا تر پېژندنې وروسته ونیول شول.
غلا شوي مالونه د پولیسو له خوا بېرته څښتن ته یې وسپارل شول.