لوګر کې دوه ترهګر طالبان د خپل ماین ښکار شول.
تېره شپه د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زرغونښار کارېز سعید په سیمه کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.
یاد ترهګر طالبان د ماین پر جوړولو بوخت وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې ماین پرې چاودلی او وژلي یې دي.