غور کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم غړي ونیول شول.

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱ - ۲۱:۳
1

تېره ورځ د غور ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د فېروز کوه ښار له اړوند سیمو د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی.
دا کس غلام محمد نومېږي او د غور ولایت د چهار سدې کلي اوسېدونکی دی.
همداراز د غور ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت د مرکز فېروز کوه ښار له اړوند سیمو د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د یوې لس کسیزې ډلې مشر هم نیولی دی.