کندهار کې اته تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۲۴ - ۱۲:۴۳
d

کندهار کې ملي پولیسو هغه اته کسیزه وسله واله ډله نیولې، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول.
په نیول شویو کسانو کې پنځه یې جنګي طالبان، یو یې غلچکي بریدګر او دوه نور یې د کوټې د شورا غري دي چې کندهار کې یې د ترهګرو طالبانو لیکو ته جلب او جذب کاوه.
له یادو کسانو څخه یو شمېر وسلې او اسناد هم نیول شوي دي.