ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۹:۵۳
c
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
دا کسان د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د جلال اباد ښار، بهسودو او شینواري ولسوالیو له اړوند سیمو نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه ۹۳ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.