د خوست والي د ډیورنډ فرضي کرښې او ځایي ولسونو لیدنه وکړه
د خوست والي، الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني، د ډیورنډ فرضي کرښې په امتداد د مستربل سیمه وکتله او له قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره یې په یوه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي په دې غونډه کې د اسلامي نظام پر ملاتړ او له نظام سره د ولس د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هېواد د ثبات، امنیت او پرمختګ لپاره د خلکو همکاري او مسؤولیتمنل ځانګړی اهمیت لري. نوموړي د هېواد د خاورې، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه ملي وجیبه او ګډ مسؤولیت وباله.
د خوست والي همداراز د کورنیو شخړو د مخنیوي او د موجودو منازعاتو د سولهییز حل پر اړتیا خبرې وکړې او له قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو یې وغوښتل چې د اختلافاتو د رامنځته کېدو د مخنیوي او شخړو د حل په برخه کې لا ډېر رول ولوبوي. نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ۱۷م ګڼه فرمان پر بشپړ تطبیق هم ټینګار وکړ.