په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني په سولې بدله شوه
د پغمان ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ هغه تاوتریخوالی او دښمني چې د یوې کورنۍ جګړې او د خاوند لخوا د خپلې مېرمنې تر وژل کېدو وروسته پیل شوې وه، د پغمان ولسوال، د علماوو شورا او د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړو کورنیو روغه جوړه وکړه.
د پغمان ولسوال الحاج مولوي علي محمد «مجاهد» له ټولو خلکو او کورنیو وغوښتل چې خپلې ستونزې او اختلافات د علماوو کرامو، قومي مشرانو او مسؤولو ادارو له لارې په سوله ییزه توګه حل او فصل کړي او له هر ډول تاوتریخوالي، دښمنۍ او له وینې تویولو څخه ډډه وکړي.
په پای کې، د جګړې دواړو خواوو د خپلو اختلافاتو پر حل کېدو خوښي څرګنده کړه او د دې تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یې د شویو هڅو او منځګړیتوب څخه مننه او قدرداني وکړه.