په غور، کندهار، هلمند، نیمروز او کندز ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید کارخونې او کاریدونکي توکي یې له منځه یووړل شول
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو اقداماتو کې د غور ولایت په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د تولید درې کارخونې له ۱۶ زره او ۶۴۰ کیلوګرامه ومانو او نورو لومړنیو توکو سره، په کندهار ولایت کې ۲ زره او ۷۰۰ کیلوګرامه ومان، په هلمند ولایت کې یو زر او ۴۰۰ کیلوګرامه کیمیاوي مواد او په نیمروز او کندز ولایتونو کې نږدې ۱۱۰۰ لیټره تېزاب، شراب او خمېره شوي انګور کشف او وسوځول.