د کورنیو چارو وزارت پلاوي په چین کې خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي زینالله عابر په مشرۍ د دې وزارت درې کسیز پلاوي په چین کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په ګډون او د دغه هېواد له امنیتي او اداري مسؤلینو او د بېلابېلو هېوادونو له استازیو سره له لیدنو وروسته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.
دغه نړیوال امنیتي کنفرانس د چین د خلکو جمهوریت د رسمي بلنې پر بنسټ، د سپټمبر په ۸مه د لیانیونګانګ ښار کې د ۱۲۷ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو، لوړپوړو مسؤلینو او د نړیوالو امنیتي سازمانونو د استازیو په ګډون پیل شوی و.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي د کنفرانس په درې واړو برخو؛ د امنیتي موضوعاتو په اړه د ګډونوالو په ویناوو، له چینايي امنیتي او اداري مسؤلینو سره په کاري ناستو او د دغه هېواد له امنیتي او پولیسو(شرطې) اړوندو ادارو څخه په لیدنو کې فعاله ونډه واخیسته.
د کنفرانس په اصلي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د اسلامي امارت امنیتي تګلارې او د هېواد د امنیتي وضعیت او لاسته راوړنو په اړه تفصیلي وینا وکړه چې په هممهاله توګه د کنفرانس ګډونوالو ته په څو ژبو وژباړل شوه.
همداراز، د اسلامي امارت پلاوي د کنفرانس په څنډه کې د چین د عامه امنیت وزارت له امنیتي او تأمیناتي مسؤلینو او د متحده عربي اماراتو، لیبیا، تاجکستان، الجزایر، تونس، ایران، سوریې، عراق، پاکستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو له استازیو سره جلا جلا کاري لیدنې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي د سفر په وروستۍ ورځ د سوژو ښار د عامه خدمتونو له یوې ادارې څخه هم لیدنه وکړه او په پای کې یې په چین کې د اسلامي امارت له سفارت سره په لیدنې خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.
په دې سفر کې د مولوي زینالله عابر ترڅنګ، مولوي عبدالرحیم ثاقب او د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی رئیس محمد ناصري ګډون درلود.