په کندز کې د نږدې ۳۶۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په یوه کشفي اقدام کې د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه د ۳۵۹ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق پر مهال نیولي دي.
نیول شوي کسان به د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.