په پروان او بدخشان ولایتونو کې۵۲۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د خپلو هدفي او کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۴۸۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیوله.
همداراز، د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت د خواهان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۳۸ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د یادو پېښو په تړاو څلور تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو او د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.