په غور کې لسګونه روږدي کسان له درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول
لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان چې څه موده وړاندې د پولیسو لخوا راټول او د درملنې په موخه د غور ولایت د روږدو کسانو ۳۰۰ بستریز روغتیايي مرکز ته معرفي شوي وو، له درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. په یاد روغتیايي مرکز کې روغو شویو کسانو ته د درملنې ترڅنګ د سواد زده کړې، عقیدتي او رواني درملنې په برخو کې هم روزنه ورکړل شوې ده.