د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د ملګرو ملتونو د UNODC ادارې له رئیس سره وکتل

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۴:۱۵
ASD

​د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شېخ عبدالرحمن منير په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له رییس، ښاغلي پوليک اوک سري سره وکتل.
​په دې کتنه کې، د معینیت مسوولینو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت په برابرولو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي. بلخوا، د یادې ادارې رییس د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معینیت لاسته راوړنې وستایلې او په اړوندو برخو کې یې د همکاریو د زیاتوالي ژمنه وکړه.