له څو ولایتونو نږدې ۲۰۰ تنه پر نشهیي توکو روږدي راټول او د درملنې مرکزونو ته ولېږدول شول
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، په پکتیا، پکتیکا، لغمان، بغلان، کاپیسا، پروان او فراه ولایتونو کې ۱۷۲ تنه پر نشهیي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د روږدو کسانو روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي دي.