د بغلان په ده‌صلاح ولسوالۍ کې پولیسو یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړل

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۶
شیشسب

د کورنیو چارو وزارت ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د بغلان ولایت د اندراب ده‌صلاح ولسوالۍ په دوو استوګنیزو کورونو کې د بېلابېلو ډولونو ۱۸ قلمه وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

په ترلاسه شوو مهماتو کې یو میل کلاشینکوف له درې شاجورونو سره، یو میل فالټو وسله، د دافع هوا د مرمیو یو فلزي بکس، د زیکویک مرمیو یو فلزي بکس، د کلاشینکوف مرمیو څلور فلزي بکسونه، ۱۸۶ فیره جغله د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۴ فیره بمیک، ۱۶ فیره د ۸۲ ملي متري سرشانه‌يي توپ مرمۍ، ۲۶ فیره د ۷۵ ملي متري توپ مرمۍ، ۲۸ د بمیک سرګلوله، ۳۰ ګانټې د پیکاه مرمۍ (هره ګانټه ۱۵ فیره، ټولټال ۴۵۰ فیره)، څلور کړۍ رخ‌دار لاسي بمونه، دوه کړۍ لشمک لاسي بمونه، یو اندازه د ټانک باروت او نور مهمات شامل دي.