د کندهار د پولیسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه سلګونه منسوبین فارغ شول

په کندهار کې د پولیسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه ۵۴۲ تنه امنیتي منسوبین چې د کندهار، زابل او اروزګان ولایتونو څخه جذب شوي وو، د مسلکي او عقیدوي روزنې تر بشپړولو وروسته د یوې غونډې او نظامي مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه چې د روزنیز مرکز قوماندان الحاج مولوي مطیع الله فاروقي په ګډون پکې ځایي مسؤلینو، علماوو او منسوبینو ګډون کړی و. د غونډې ویناوالو له نوو فارغ شویو سرتېرو څخه خلکو سره د نیک چلند، اخلاص، امانتدارۍ او له خپلو مسلکي وړتیاوو څخه د امنیت په ټینګښت کې د ګټه اخیستو غوښتنه وکړه.
غونډه فارغینو ته د باورلیکونو په ویش پای ته ورسېده.