د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي اتحادیې د شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ سره په کابل کې وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان مهاجرینو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، مخدره موادو او انساني قاچاق مخنیوي، کاري فرصتونو رامنځته کول، خوندی امنیت او د معتادینو د درملنې او روزنې په برخه کې د همکارۍ پر موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.