غزني کې د تروریزم ضد ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي

غزني کې د تروریزم ضد ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي د غزني امنیه قوماندانۍ د ترورېزم ضد مدیریت د وروستیو څلورو میاشتو په موده کې، د غزني ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ میله کلاشینکوفونه، ۲۱ تومانچې، ۸ ښکاري ټوپکونه، ۲ میله پيکا او د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او یو شمېر نور نظامي مهمات نیولي دي. په دغو عملیاتو کې ۱۱ تنه شکمن کسان هم نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. دا عملیات د وسلو د قاچاق او غیرقانوني ساتلو پر وړاندې د دوامدارو هڅو یوه برخه ده.