خوست کې یو ځوان چې د کورنۍ له لورې یې په پټه زنداني شوي وو ، ازاد شو

د خوست امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو یو ځوان چې په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د خپلو درې ورونو او تره له لورې په کور کې په بې رحمه توګه په ځنځېرونو تړل شوی و او پټ ساتل کېده، د یو عملیات پایله کې له بنده ازاد کړی دی.
په دې تړاو د ازاد شوي کس تورن تره نیول شوی او په قضیه کې د نورو ښکیلو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.