په شپږو ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۲ تنه نیولي او یو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، سمنګان، بامیان، هرات او غزني ولایتونو کې د غلاوو، قتل، قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۲ تنه نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
له منځه یې، ۱۱ تنه په نیمروز، څلور تنه سمنګان، دوه تنه په بامیان، درې تنه په هرات او دوه تنه نور د غزني او اوزګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، د سمنګان امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ ضد پولیسو د دې ولایت په مربوطاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي او ضبط کړي دي.