فراه کې د غلو څلور کسېزه وسله واله حرفوي ډله ونیول شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۹:۳۱
dsa

د فراه امنیه قومندانۍ جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په فراه ښار کې څلور وسله وال او حرفوي غله له یو کور او دوو دکانونو  څخه د ۶۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو نیولي دي.

د یادولو ده چې د غلو یادې ډلې په فراه ښار کې په وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه چې د پولیسو د یو پلټونکي عملیات په پایله کې نیول شوي او دوه میله وسله، یو عراده موټر، دوه موټرسایکلونه، څلور مبایلونه، یوه چاړه او یوه اندازه نغدې پیسې ترې ترلاسه شوي دي.