​په ۳ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۲ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۳:۵۹
ASDd

​د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په یوه کشفي عملیات کې، ۲ تنه د ۱۷۰ کیلوګرامه «ایف» (امفیتامین) د قاچاق او ۲ نور تنه د یوه موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
​ورته مهال، د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۶ تنه له ۶ کیلوګرامه څخه د ډېرو اپیمو سره یوځای نیولي دي.
​همدارنګه، د بلخ ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ځواکونو په مزارشریف ښار او د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې دوه تنه له ۶ کیلوګرامه چرسو سره نیولي دي