۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۰ تنه د جنایي جرمونو د ترسراوي په تړاو نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۳۰
asdfasfd

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په نهو ولایتوونو کې له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۴۰ تنه د غلا، قتل، انسادو جعل او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، اته تنه په هلمند، اته تنه په بادغیس، شپږ تنه په ننګرهار، شپږ تنه په سمنګان، څلور تنه په بدخشان، دوه تنه په جوزجان، درې تنه په هرات، دوه تنه په نیمروز او یو تن د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

نیول شوي کسان به د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.