۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۵۷ روږدي راټول او ۸۵ نور له درملنې وروسته رخصت کړي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۷ په نشه روږدي کسان چې پخوا یې راټول کړي وو له بستر او درملنې وروسته د ټاکل شوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
له ډلې یې، ۵۳ تنه په فراه، درې تنه په سمنګان او یو تن په فاریاب ولایت کې درملنه شوي دي.
همداراز، د روږدو د راټولولو او درملنې په دوام نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د وروستیو دوو ورځو په لړ کې ۵۰ تنه له کابل ښار، ۲۱ تنه له ننګرهار، ۹ تنه له میدان ورګ ولایت، درې تنه په سرپل او دوه تنه په غزني ولایت کې راټول کړي او د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.