۷ ولایتونو کې؛ ۱۵ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په خوست، زابل، فراه، پکتیا، بلخ، نیمروز او کندز ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په مهال ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي چې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو روسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
پولیسو له نیول شوو کسانو ۵ کیلو ګرامه تریاک، دوه کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه نشه یي ټابلیټونه هم ترلاسه کړي دي.