۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۹ تنه نیولي، وسلې او مهمات یې موندلي او ضبط کړي

امنیتي ځواکو د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په تخار، هلمند، بامیان، بغلان، هرات او نورستان کې ۹ تنه د غلا، وژنې، قاچاق، جعلي پیسو کارولو او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په هرات او سرپل کې یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.