۷ ولایتونو کې؛ پولیسو څه باندې ۱۰۰ روږدي راټول او ۱۷ نور له بستر وروسته رخصت کړي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۴:۴۷
adfasdfa

د روږدو د راټولولو او درملنې په دوام پولیسو ۶۳ په نشو روږدي کسان په نیمروز، ۱۸ تنه په سرپل، ۱۰ تنه په لغمان، ۸ تنه په پروان، ۷ تنه په بغلان او دوه تنه په پنجشیر کې راټول کړي او د بستر په موخه یې روغتیایي مرکزونو کې بستر کړي دي.
همداراز پولیسو ۱۷ روږدي کسان چې پخوا یې له غزني ښار راټول کړي وو، له درملنې او بستر وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.