۶ ولایتونو کې؛ ۳۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۰:۳۵
gjgj

امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو تن د قتل او یو تن د غلا په تړاو په هرات، دوه مجرمین په پکتیکا، درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان او یو غل په کندهار ولایت کې نیولی دی.
ورته مهال پولیسو له تېرو ۷ ورځو راهیسې ۱۵ مسلکي غله په سمنګان او ۹ غله په کندز ښار کې نیولي دي.