۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول moi-af دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۴۶ https://www.moi.gov.af/ps/%DB%B6-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%DB%B2%DB%B3-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84 امنیتي ځواکونو په هلمند، بامیان، کندز، بلخ، هرات او نیمروز ولایتونو کې ۲۳ تنه د غلاوو، انساني قاچاق، وژنې او نښتې په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیولي چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. له منځه یې، د حرفوي غلو اته کسېزه ډله له ۹ عرادې غلا شويو موټر سایکلونو سره په هلمند، څلور تنه د ډله ییز جنګ او وژنې په تړاو په بامیان، شپږ حرفوي غله په کندز، دوه تنه په بلخ، دوه تنه په هرات او یو تن د انساني قاچاق په تړاو د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.