۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۹ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۳۵
222

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په خوست، پکتیکا، پروان او فراه کې د څو عملیاتو پایله کې ۱۰ تنه له یو کیلو ګرام تریاکو او یو زر او ۴۳۷ نشه یي ګولیو سره نیولي دي.
همداراز، د هرات امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۹ تنه له ۵ کیلو ګرامه تریاکو، درې کیلو ګرامه شیشې او ۱۰ لېټره خمیره شوو انګورو سره نیولي دي.