۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له تېرو ۲۴ ګړیو راهیسې د غلاوو، وژنې، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو ۱۴ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، څلور تنه د ناقانونه وسلو ساتلو او ګرځولو او دوه حرفوي غله د غلا په تړاو په هرات، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، دوه وسله وال غله په کندهار، دوه تنه په جوزجان، یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په لغمان او یو تن د وژنې د قضیې په تړاو د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.