۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي او څو میله وسلې ترلاسه شوي
امنیتي ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې شپږ تنه د څارویو د قاچاق او غلا په تړاو په نیمروز، پنځه تنه د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۴ موټرونو خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق په تړاو، درې تنه په تخار کې د جوارګرۍ په تړاو او دوه تنه په پکتیکا کې د ۶۰ زره جعلي افغانیو په تړاو نیولي دي.
همداراز د ننګرهار امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د څو عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ میله ډول ډول وسلې موندلي او ضبط کړي دي.