۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو په بلخ، غزني، سمنګان، هرات او پکتیکا کې ۱۴ تنه د قمار، وژنې او غلا په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، اووه تنه د قمار او یو تن د غلا په تړاو په بلخ، درې غله په غزني، یو قاتل په سمنګان، یو تن د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو په هرات او یو تن د زورواکۍ په تړاو په پکتیکا کې نیول شوی دی.