۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
aadsfasdf

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په نیمروز، فاریاب، هرات او ننګرهار کې ۲۶ تنه د غلاوو، وژنې، قمار او انساني قاچاق په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، شپږ حرفوي غله او اووه تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، ۱۰ تنه د جوارګرۍ په تړاو په فاریاب، دوه تنه د وژنې په تړاو په هرات او یو تن د مبایلونو د غلا په تړاو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نیول شوی دی.