۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د ۱۴ تنو نیولو ترڅنګ وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۰:۳۹
sfsfsf

امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات، تخار، غزني او غور کې د غلا او وژنې په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي.

له منځه یې، هرات کې ۱۰ تنه د غلا په تړاو، دوه غله په تخار، یو تن په غزني کې په ترافیکي پېښه کې د وژنې په تړاو او یو تن د غلا په تړاو په غور کې نیول شوی دی.

ورته مهال د هرات امنیه قومنداني ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات ددغه ولایت په مربوطاتو کې نیولي او ضبط کړي دي.