۴ ولایتونو کې؛ د ۱۶ تنو نیولو ترڅنګ ۸ روږدي درملنه شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۱۱ تنه له ۴۵۹ نشه یي ګولیو او یوه اندازه نشه یي توکو سره په کابل، دوه تنه په ننګرهار کې له ۱۸۸۰۰ دانې نشه ګولیو او څه د پاسه یوه کیلو شیشې په تړاو او درې تنه په نیمروز کې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
همداراز، یادو منسوبینو په بدخشان ولایت کې اته تنه روږدي له بېستر او روغتیا وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.