۴ ولایتونو‌ کې؛ پولیسو ۱۷ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۹:۳۷
ASdA

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو  بلخ کې د دوو جلا عملیاتو په مهال درې تنه د یاد ولایت په کالدار ولسوالۍ کې له ۱۷ کیلو ګرامه شیشې او د نشه یي توکو یو بل پلورونکی د مزارشریف ښار په دولسمه ناحیه کې له یو میل کلاشینکوف سره نیولی دی.

همداراز، یادو منسوبینو د نشه یي توکو د پلور په تړاو ۷ تنه په کندز، څلور تنه په نیمروز او دوه تنه په لغمان ولایت کې نیولي دي چې ترې یوه اندازه شیشه، چرس، تریاک، نشه یي ټابلیټونه او یو میل تومانچه ترلاسه شوې ده.

نیول شوي کسان د لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.