۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۱/۳۰ - ۹:۱۲

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۱۹ تنه د ترهګریزو کړنو، د نشه يي توکو د قاچاق او د ناقانونه وسلو د درلودو په تور نیولي.
یاد کسان په کابل، بلخ او پروان ولایتونو کې نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د ملي پولیسو لاسته ورغلې دي.