کونړ کې پنځه داعش جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۷ - ۱۳:۱۷
04

د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د داعش جنګیالیو پنځه کسیزه ډله له خپلو وسلو سره یو ځای د کونړ امنیه قومندانۍ ته تسلیم شوه.
یادو کسانو په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او ژمنه یې وکړه چې تر دې وروسته به سوله ییز ژوند اختیاروي او د امنیت ساتنې په برخه کې به د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته کوي.
هېره دې نه وي چې له دې مخکې هم کونړ کې څه باندې ۵۰ داعش جنګیالي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي وو.