کونړ کې هغه سړک چې ترهګرو په ډبرو بند کړی و، د ترافیکو پر مخ خلاص شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۳:۱۲
ر

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کونړ ولایت د مانوګۍ - چپه دره ولسوالیو عمومي سړک چې ترهګرو طالبانو د ډبرو په وسیله د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلی و، خلاص کړی دی.
ترهګر طالبان د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف او همدارنګه د پردیو په لمسون زموږ د هېوادوالو د هوساینې او ابادۍ عامه بنسټونه ویجاړوي.