کونړ کې د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې مرکزونو د امنیت د ټينګښت په هدف امنیتي غونډه ترسره شوه.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۸:۴۶
h

د کونړ ولایت په امنیه قومندانۍ کې د قرارګاه له مسوولینو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو  سره د راتلوونکو ولسمشريزو ټاکنو د امنيت د ټينګښت په موخه امنيتي غونډه جوړه شوه.
د دې غونډې په پيل کې لومړى ګډونوالو خپل کاري راپورونه او لاسته راوړنې وړاندې کړې، چې امنيه قومندان ته د منلو او ستايلو وړ وې.
ورپسې د کونړ ولايت امنيه قومندان د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې د مرکزونو د ښه امنیت تامینولو، په بېطرفۍ سره دخپلو دندو اجرا کولو، په ورځنیو چارو کې ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو، له هر ډول فساد سره پر مخنیوي او د دښمن د شومو اهدافو شنډولو پخاطر یې لازمې سپارښتنې وکړې.
په پای کې ګډونوالو امنیه قومندان ته پخپلو دندو کې د ذکر شويو سپارښتنو د عملي کولو په هکله ډاډګیرنه ورکړه.