کونړ کې؛ دوه تنه د طبیعي ځنګلونو د وهلو او قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۰:۱۴
شسیبسشب

د کونړ امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو دوه تنه د نرنګ ولسوالۍ د کنډر په سیمه کې د طبیعي ځنګلونو د وهلو او قاچاق په تړاو نیولي او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.

امنیتي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي څو د هغو طبیعي ځنګلونو له ویجاړۍ او لوټ څخه چې ملي پانګه ګڼل کېږي، په ښه توګه مخنیوی وکړي.