کورنیو چارو وزارت کې د ښځینه منسوبینو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه ناسته وشوه

د کورنیو چارو وزارت رهبري د افغانستان د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ چې پکې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو لپاره د کاري مصوونیت او له جنسیتي تبعیض سره مبارزه یاد شوي؛ په خپلو کاري لومړیتوبونه کې ځای کړي دي.
له همدې امله نن په کورنیو چارو وزارت کې د پالیسي او ستراتیژی معینې تر مشرۍ لاندې د ښځینه منسوبینو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ په هدف غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د کابل، هرات، بلخ، خوست او ننګرهار ولایتونو امنیه قومندانانو او یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د ښځینه پولیسو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ پر څرنګوالي، د ښځینه پولیسو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ طرزالعمل پر پلي کېدو او دوی ته د ښه کاري چاپېریال پر برابرولو غور او خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژی معینې حسنا جلیل وویل، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري ژمنه ده؛ څو ښځینه پولیسو او منسوبینو ته مصوون کاري چاپېریال برابر کړي او پدې برخه کې ګڼ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د مرکز او ولایتونو په امنیه قومندانیو کې د ښځینه منسوبینو ستونزو او شکایتونو ته د رسیدګۍ کمیټه رامنځته شوې او دا کمیټه دنده لري؛ څو د ښځینه منسوبینو ستونزې واوري او د رسیدګۍ په برخه کې یې غښتلي او چټک ګامونه پورته کړي.