کندوز کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوی او بلخ کې یو کس د قتل په تړاو نیول شوی

د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په امام صاحب ولسوالۍ کې یو پینځه کلن ماشوم چې څه موده دمخه انسان تښتوونکو تښتولی و، ازاد کړی دی.
په همدې حال کې پولیسو د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې هم یو کس د قتل په تور نیولی دی.