کندوز کې پنځه ترهګر ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۳:۴۸
01

تېره ورځ د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه هغه ترهګر نیولي، چې په کندوز ښار کې يې د دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلود.

له دې ډلې پولیسو په چهار‌درې ولسوالۍ کې هغه کس نیولی، چې غوښتل یې په کندوز ښار کې ترورېستي برید طرح کړي.

دا کس نېک محمد نومېږي او په عثمان مشهور دی او په کندوز ښار کې يې د یوې ترورېستي ډلې مشري پر غاړه وه.

همداراز پولیسو د کندوز ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د دولتي کارکوونکو د ترور په تړاو نیولي دي.

یادې ډلې له مودې راهیسې په کندوز ښار کې په یو شمېر هدفمندو ترورونو کې لاس درلود.

له دې څلور کسیزې ډلې درې قبضې تفنګچې، یو میل کلاشینکوف او دوه عرادې موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.