کندوز او فاریاب کې ۳۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي
کندوز او فاریاب ولایتونو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښتې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د څو مهمو غړو په ګډون ۳۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور یې ټپیان شوي دي.
پهدې منځ کې د کندوز ولایت په قلعه ذال او دشت ارچي ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ د دوه بېلو نښتو په ترڅ کې د طالبانو د دوه مهمو ډلمشرانو خان اغا او جلال په ګډون ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
همداراز د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې هم د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د قیصار ولسوالۍ لهپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال شیخ صمد او د طالبانو د دوه مهمو ډلمشرانو قاري نادم بابري او ملا خان بابري په شمول ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۲ نور مرګوني ټپیان شوي دي.
پهدې نښته کې د ترهګرو طالبانو د بېلابېل ډوله وسلو سربېره د طالبانو ۱۰ عرادې موټرسایکلونه او یو طالب هم په عملیاتو کې د شامل ځواکونو لاسته ورغلي دي.
له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې هم یو امنیتي سرتېری شهید شوی او درې نور باندني ټپیان شوي دي.